ایکنا- په مراکش کې د ملک محمد شپږم د نړیوالې جایزې د قرآن کریم د حفظ، ترتیل، تجوید او تفسیر د شلمې مرحلې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، یعني د زمري په ۲۲ ، د مراکش په پلازمېنې رباط کې پای ته ورسېدې.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مدار ۲۱» په حواله ئې راکړی راغلی دي، دغه سیالۍ د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۱۹مه، چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۱۰مې سره سمون خوري، د یو شمېر حکومتي چارواکو، په مراکش کې د سعودي سفیر سامي بن عبدالله الصالح، د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو د سفیرانو، د آیسسکو عمومي رئیس سالم بن محمد المالک او یو شمېر علماوو په ګډون پیل شوې وې او څلور ورځې یې دوام وکړ.
په دغې سیالۍ کې د پنځو لویو وچو له ۵۳ هېوادونو څخه ۸۳ حافظانو او قاریانو ګډون کړی و او په بېلابېلو برخو کې یې له یو بل سره سیالي وکړه.
دغه سیالۍ په دوو برخو کې ترسره شوې:
د ټول قرآن کریم حفظ، له ترتیل او تفسیر سره؛
د پنځو پرلهپسې سپارو یا جزؤ حفظ، له تجوید او ښې اداء سره.
سږ کال په لومړۍ برخې کې ۴۱ ګډونوالو او د پنځو جزؤ د حفظ او تجوید په برخې کې ۴۲ ګډونوالو ګډون کړی و.
د دې سیالۍ موخه د قرآن کریم د خدمت د کچې لوړول، د قرآن د حفظ او تدبر هڅول،د تلاوت او د قرآن کریم په زدهکړه کې د رسول الله(ص) د سنتونو پیروي او د قرآن کریم له بلاغي اړخونو سره بلدتیا وه
https://iqna.ir/fa/news/4369672