ایکنا- د مصر د ملي رسنیو ادارې وئيلي دي، د «امام اعظم» په نوم به یوه نوې خپرونه د مصر د قرآن راډیو له څپو خپرېږي. په دې خپرونه کې به د تېرو کابو ۹۰ کلونو په مودې کې د الازهر د امامانو او شیخانو تاریخي ویناوې او خطبې وړاندې کېږي
د ایکنا د راپور له مخې، د مصر د ملي رسنیو ادارې ، چې مشري ئې احمد مسلماني کوي، د مصر د قرآن راډیو پر څپو د «امام اعظم» په نوم د یوې نوې خپرونې د پیل خبر ورکړی دی. په دې خپرونه کې به هغه ویناوې او خطبې شاملې وي چې د الازهر شیخانو او امامانو د کابو ۹۰ کلونو په اوږدو کې وړاندې کړې دي.
دا خپرونه به د الازهر د مشرتابه پړاؤ له شیخ محمد مصطفی المراغي څخه رانیولې د الازهر تر اوسني شیخ، احمد الطیب، پورې ټولو ته پوښښ ورکړي.
د مصر د راډیو مشر عبدالرحمن بسیوني، په دې اړه وویل چې دغه خپرونه به د الازهر د هغو شیخانو پر ویناوو تمرکز وکړي چې د شلمې او یوویشتمې پېړۍ په اوږدو کې ئې د الازهر د مشرتابه مقام ترسره کړی دی.
له بلې خوا،د مصر د قرآن راډیو چینل مشر اسماعیل دویدار، وویل چې دغه راډیو د دغو نامتو شیخانو له ویناوو څخه پراخ ارشیف لري؛ هغه ویناوې چې د راډیو له رسمي تأسیس څخه مخکې او وروسته ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړه: راډیو له هغو کسانو سره هم اړیکه نیولې چې د اسلامي میراث او نادرو ثبتونو د ټولولو په برخې کې فعالیت کوي، څو معلومه کړي چې آیا دوي د راډیو د خصوصي خپرونو له دورې څخه کوم ثبت شوي مواد لري که نه،څو د امکان په بڼه کې دغه مواد هم په خپرونې کې شامل شي.
د راډیو په ارشیف کې د الازهر د نامتو امامانو کابو ۶۰۰ ثبت شوې ویناوې موجودې دي. په دغو ویناوو کې د الازهر د شیخ احمد الطیب ۱۸۰ ویناوې، د شیخ جاد الحق علي جاد الحق ۹۹ ویناوې، د شیخ محمد سید طنطاوي ۹۲ ویناوې، د شیخ محمود شلتوت ۹۰ ویناوې، د شیخ عبدالحلیم محمود ۶۴ ویناوې، د شیخ حسن مأمون ۳۸ ویناوې، د شیخ عبدالرحمن البیصار ۲۰ ویناوې او د شیخ محمد مصطفی المراغي دوه ویناوې شاملې دي. د المراغي دغه دوه ویناوې څه باندې ۹۲ کاله وړاندې د راډیو د خصوصي خپرونو په پړاؤ کې ثبت شوې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4369976