IQNA

اسلامی ایران د خلکو لپاره د باثباته سیمې د رامینځته کولو کوشش کوی

12:06 - November 30, 2013
د خبر لمبر: 1325394
نړیواله ډله: ایران د ملتونو د کامل او پوره امنیت او ښه ژوند لپاره د باثباته سیمې د رامینځته کولو غوښتونکی دی.
د ایران د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له شام سرکاری خبری اژانس )سانا( یې نقلوی چې د ایران ولسمشر حسن روحانی د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په ټیلی فونی خبرو کښې د مینځنی ختیځ په حساسه سیمه کښې د صلحې او ثبات ضرورت ته په اشارې سره وویل د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نۀ لری او په دوست هیواد سوریې کښې د صلحې او ثبات ټینګول د ایران د اسلامی جمهوریت یو هدف دی ځکه چې ایران په اساسی ډول ترهګرۍ او سرزورۍ نه یوازې د سوریې د خلکو لپاره خطر ګڼی بلکې هغه د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ ګنی.
د ایران ولسمشر وویل هیله من یم چې په سوریې کښې زر امنیت ټینګ شی او د خلکو ژوند عادی شی او په ترهګرۍ او سرزورۍ د سوریې د ملت په بریالیتوب سره په دغه هیواد کښې د ثبات او امنیت د رامینځته کیدا او د کډوالو د بیرته ستنیدا زمینه رامینځته شی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې په لبنان کښې د ایران د سفارت مخې ته په بم چاودنو کښې د ایران د شهید شویو ښاریزو په شهادت تسلیت ویلو سره د ایران د اټومی بریالیتوب مبارکی وویله او زیاته یې کړه چې په جینیوا خبرو کښې د ایران بریالیتوب نه یوازې د ایران بلکې د ټولو مخ په ودې هیوادونو بریالیتوب دی او ایران په دغه اقدام سره د هیوادونو حقونه ساتلی دی.
په سوریې کښې جنګ سعودی عربستان، ترکیې ، قطر، اردن ، امریکا، فرانسې ، اسرایلو او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو رامینځته کړی دی او هلته ترهګرو ته هر ډول وسلې او پیسې ورکوی .
1324949

 

captcha