
د ایران د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، ایت الله امامی کاشانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې په جینیوا کښې له پینځه جمع یوې ډلې سره په اټومی خبرو کښې د ایران د اټومی مرکچی پلاوی بریالیتوب ته په اشارې سره وویل په دغو خبرو کښې د ایران یوازنی هدف د ایران سوله ایزو اټومی فعالیتونو ته د لویدیځو هیوادونو احترام او د دغه حق په رسمیت پیژندل وو .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه د اټومی وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران د هڅې په باره کښې د اسرایلو او ځینو لویدیځو هیوادونو د ادعاګانو او پروپاګنډو په اپوټه ایران نه یوازې په اټومی وسلو پسې نه وو او نه دی بلکې د سیمې د امنیت او ارامښت په چوکاټ کښې د هر ډول ډلوژونکو وسلو له تولید او پراختیا سره هم مخالف دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله امامی کاشانی په دې خبرې سره چې ایران په تیرو څلور دیرشو(۳۴) کلونو کښې ثابته کړی ده چې د سیمې امنیت او ارامښت د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجی سیاست په لومړیتوب کښې دی وویل په تاریخ کښې تر اوسه په ګاونډیو او نورو هیوادونو د ایران د تیری په هکله هیڅ سند او ثبوت نشته.
هغه په جینیوا کښې د ایران او پینځه جمع یوې ډلې د اټومی خبرو له ماتی سره د مخامخ کولو لپاره د صهیونیسټانو کوشش ته په اشارې سره وویل دغه جعلی رژیم په داسې حال کښې ایران چې بډایه کلتور او تمدن لری په سیمه او دنیا کښې په ناامنۍ رامینځته کولو تورنوی چې په خپله یې په سیمه او نیواکی فلسطین کښې بې شمیره جنایتونو د دنیا د خلکو غوسه راپارولی ده.
ښاغلی ایت الله کاشانی ټینګار وکړ د جینیوا له موافقې وروسته لویدیځ هیوادونه باید د باور جوړونې په چوکاټ کښې د ایران پرضد خپل نه توجیه وړ بایکاټونه ختم کړی چې نور د دنیا خلکو ته د لویدیځو هیوادونو د ژمنو خلاف ورزیانې او دروغ ویل ښکاره نشی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د امریکا د خارجه وزیر جان کیری څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی وو بایکاټونو ایران تسلیم کړ او د خبرو میز ته یې کیناوه وویل که څه هم اقتصاد د ملتونو په ورځنی ژوند کښې مهم دی خو عزت، اقتدار، ملی ګټې او د علم په لاره کښې پرمختګ له بل هر شی څخه زیات د ایران د ملت لپاره ارزښت لری .
هغه هیله وکړه چې د ایران اټومی مرکچی پلاوی په راتلونکو خبرو کښې په دیر درایت او استقامت سره د ایران د ګټو په لاره کښې ګام پورته کړی.
1325043