IQNA

صهونیسټی خونخوارو د لبنان د حزب الله غورځنګ یو قوماندان شهید کړ

9:17 - December 07, 2013
د خبر لمبر: 1334007
نړیواله ډله: خبری سرچینو د لبنان د اسلامی مقاومت د غورځنګ (حزب الله) د یو قومندان د وژل کیدو خبر ورکړ

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، چې د لبنان د المنار ټیلیویژنی چینل یې نقلوی چې، د حزب الله یو قومندان حسان هولو القیس نن سهار د لبنان د پلازمینې الحدث سیمه کښې په سنټ ټرز روډ باندې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو په لاس په ډزو ووژل شو.


 


د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې د خپل لوړ رتبه غړی حسان هولو القیس د وژلې په غندلو سره صهیونیسټی رژیم د دغه ترهګرانه اقدام عامل وباله.


 


1331322
captcha