
د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له المنار ټی وی چینل یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله عمومی منشی سید حسن نصر الله له او ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل بې شکه د ایران او پینځه جمع یوې ډلې موافقه به مهمې پایلې ځان پسې ولری او په دغه موافقې کښې اصلی ګټونکی د سیمې ملتونه دی.
ښاغلی نصر الله وویل چې د سیمې ځینو عربو هیوادونو په سیمه کښې د جنګ د شروع کولو کوشش کاوه او مونږ پوهیږو چې د جنګ پیلیدا د سیمې لپاره ناوړه پایلې درلودلې او د ایران د اټومی موافقې تر ټولو مهمه نتیجه له سیمې د جنګ لیرې کول وو.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل د ایران اټومی موافقه په دنیا او نړیوالو ټولنو کښې د څو قطبی نوی فضا د رامینځته کیدا سبب شوی ده.
سید حسن نصر الله په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره د اړیکو د جوړولو کوشش کوی وویل مونږ د ایران په هکله د امریکا د دریځ د بدلیدا کتونکی یوو خو ایران په دې باره کښې بیړه نه کوی.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب ا لله مشر حسن نصر الله وویل د ایران او امریکا ترمینځ د اړیکو د عادی کیدا په هکله څه ویل زر دی ځکه چې اوس هم د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیر داسې مسایل شته چې حل نه دی شوی.
هغه په دنیا او سیمه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د مقام اهمیت ته په اشارې سره وویل ایران د سیمې یو ستر هیواد دی او مونږ د ځینو چارو په باره کښې له ایران سره په کامل ډول مشوره کوو.
د لبنان د حزب الله مشر د ایران او سعودی عربستان د اړیکو په باره کښې وویل ایران له ډیرو کلونو راهسې له سعودی عربستان سره خبرو ته دلچسپی ښیی خو سعودی عربستان دوستۍ ته غاړه نه ایږدی او دغه د سیمې له ډیرو اسلامی او عربو هیوادونو سره د سعودی عربستان مشکل دی.
ښاغلی نصر الله وویل سعودی عربستان د خپلو ګوډاګیانو له لارې په لبنان، عراق ، افغانستان او سورېې کښې په جنګ بوخت دی او ناکرارۍ رامینځته کوی.
هغه وویل د سعودی عربستان، ترکیې او قطر په شمول د سیمې او دنیا ځینې ستر هیوادونه له پوځی لارې د سوریې د حکومت د نسکورولو کوشش کوی او هغوې له سوریې سره د تفاهم او خبرو اترو ظرفیت او روحیه نلری.
د لبنان د حزب الله مشر له اسرایلو سره د عربانو د صلحې خبرو اترو ته په اشارې سره وویل دغه خبرې د فلسطین د خلکو لپاره هیڅ مثبته نتیجه نلری او حتی د فلسطینیانو لږ شان حقونه هم نه پوره کوی .
1330174