IQNA

توکم پالنې سره د مبارزې بیلګه، نیلسن منډیلا مړ شو

9:28 - December 07, 2013
د خبر لمبر: 1334017
نړیواله ډله: د جنوبی افریقا لومړی تور پوستی ولسمشر او د توکمیز توپیر ضد څېره، ښاغلی نېلسن منډېلا مړ شوی دی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له الجزیره خبری چینل یې نقلوی چې د ښاغلی منډېلا د مرګ اعلان د دغه هېواد ولسمشر جېکوب زوما وکړ.


 


ښاغلی منډېلا چې د خپل عمر پای کې ۹۵ کلن و، په زندان کې یې له ۲۷ کلن بند تېرولو وروسته، د تېرې شلمې پېړۍ ۱۹۹۰ لسیزې اوږدو کې له سپین پوستی لږکی واکمنۍ د لېږد مشری وکړه.


 


ښاغلی منډېلا له خپل مرګ مخکې په روغتون کې له ۳ میاشتو تېرولو وروسته پر کور د سږی ناروغۍ له امله تر پرله پسې درملنې لاندې و.


 


د جنوبی افریقا پر ټلوزیون یوې خبری وینا کې ولسمشر جېکوب زوما وویل زمونږ ولس خپل ستر زوی له لاسه ورکړ او د ښاغلی منډېلا به بشپړه دولتی جنازه کېږی، او ملی بیرغونه به نیمه ځوړندېږی.


 


د نوبل جایزې ګټونکی نېلسن منډېلا، سره له دې چې ۲۷ کلونه یې بند کې هم تېر کړی وو، د روغې جوړې تبلیغولو له امله د نړۍ تر ټول زیات درنښت څښتنو ولسمشرانو ګڼل کېده.


 


منډیلا د افریقا ملی کانګرېس نورو مشرانو د اپارټایډ یا یوازې د سپینانو واکمنۍ پر وړاندې مبارزه وکړه.


 


نېلسن منډېلا ته په ۱۹۹۳ کال د نوبل جایزه ورکړل شوه، او په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبی افریقا لومړی تورپوستی ولسمشر وټاکل شو. د ولسمشر په توګه له ۵ کلونو پاتې کېدو وروسته له دندې ښکته شو.


 


1333827
captcha