IQNA

د دفاع وزیر: ډیپلوماسی د زور په اساس نتیجې ته نۀ رسیږی

12:17 - December 09, 2013
د خبر لمبر: 1336293
سیاسی ډله: د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار تورن جنرال حسین دهقان په دې باب دامریکا ددفاع وزیر چک هیګل د پرونیو ګواښونکو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلی ئې دی له ایران سره ډیپلوماسی باید له پوځی ځواک او ټاکنې سره یو ځای شی ،ټینګار وکړ له منطق او عقلانیّته لیرې او جنګ غواړی خبرې او ګواښونکی ادبیات بې ارزښته او دنه منلو وړ دی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس،ښاغلی حسین دهقان د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې  له صهونیسټی لابۍ دغه هیواد د چارواکو د اغیزمنیدا ثابتونکی وبللې او زیاته ئې کړه دغه څرګندونې به په امریکا د نورو ملتونو د بې باورۍ او له هغوی د کرکې سبب شی.


 


د اسلامی ایران دفاع وزیر  د فارس خلیج څنډې هیوادونه ته د لازیاتو وپخی وسلو  په خرڅلاؤ کې دامریکا  په اقدام دچک هیګل جوت اعتراف ته په اشارې سره روښآنه کړه ، دغه کړچارونه  په سیمې کې له ایرانه دویرولو دپروسې  په چوکاټ کې  ترسره کیږی  او همداراز ښئ  امریکایان  دسیمې دامنیت په فکر کې نه دی  بلکې دخپلو ګټو په تامینولو او دخپلو اقتصادی  بحرانونو په ژغورنې  پسې دی .


 


ښاغلی سردار دهقان   په سیمې کې دامریکادنفسیاتی جنګ  په وړاندې  هوښیارتیا لپاره  دفارس خلیج څنډې هیوادونوته په سپارښتنې سره  وویل امریکائی چارواکی له یوې خوا  دبشری حقوقو ددفاع  او دسولې ډنډورچیان  دی او له بل پلوه  دګواښ او جنګ نغارې غږوی


 


د اسلامی ایران دفاع و زیر روښانه کړه دښه ګاونډیتوب په سیورې کې  په سیمې کې تل پاتې امنیت  تعامل رامینځةکونکی او له ناوړو شکونو لیرې  او پر اعتماد تکیه کونکی ګډو ملګرتیاؤ  نتیجه ده.


 


1335928
captcha