
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دا راز له کلتوری یرغلونو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزارت او د ریډیو او ټیلیوژن ادارې ته په سپارښتنو کې ټینګار وکړ د کتاب تولید، د ښو کتابونو ژباړل، د فلم د جوړونې پر لوړ ظرفیت په تکیې سره د جذابو فلمونو ، د ښو کمپیوټری لوبو او ګیمونو تولیدول او هم دا راز د معنا لرونکو د لوبو شیانو تولید او د خوځنده لوبو دودیدا دې پر خپلو کارنده پروګرامونو او ایجنډا کې شامل کړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایران ته له واردیدو مخکې د کلتوری یرغلونو نوی راپنځیدلو ښکارندو څارنه او دقیقه پیژندګلوی ضروری وبلله او د یرغلګر کلتور په مقابل کې ئې دفاعی درییځ او انفعال خورا لوی بد او تاوانی چلند وباله
حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دا راز په پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې دعلمی پرمختګ د دوام ضرورت ته پر بشپړ پام په ټینګار سره وفرمایل، دا مونږ کولی شو : په نامه د شعار واقیعیت د ایران په ځوانې پرګنې کې څپې وهی ، چې باید علمی څوکو او د ایران علمی مرجع مقام او هم دا راز د ماډرن اسلامی تمدن د دودیدا ته د ایران د رسیدا لپاره ورځڼی استفاده وشی او دغه چاره تحقق ومومی.
د اسلامی انقلان معظم لارښود ټینګار وکړ پوهنتونونه باید هیڅکله هم د سیاسی بهیرونو ّځالې نشی ځکه دغه کار د علمی ودې او خوځندوالی مخه نیولی شی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دا راز په دوام کې فارسی ژبې او هغو یرغلونو ته په بې پامیو په اندیښنې ښودلو سره چې پر دغې ژبې کیږی ټینګار وکړ ، د کلتوری انقلاب لوړه شورا دې د فارسی له دقیقې او په زړه پورې ژبې له هرډول کمزوری کونې او تیری سره د حکیمانه مقابلې په ترڅ کې، په ټولو زمینو کې د فارسی ژبې د پیاوړتیا، پراختیا او مضبوتیا لپاره ملموسې او بیا بیا هڅې وکړی
دوی دغه راز د علمی، فلسفی او سائنسی علومو د اساس برابرول د کلتوری انقلاب د لوړې شورا یو خورا اصلی اقدام وباله او زیاته ئې کړه، دغه شورا دې د طلاق، مالی فسادونو او بد اخلاقیو په څیر د مسئلو جرړه ایزه څیړنه او جاجونه وکړی.
1337043