IQNA

د «مسلمانان برزیل» نومې کتاب په مراکش کې مخکتنه کیږی

9:12 - December 14, 2013
د خبر لمبر: 1340855
نړیواله ډله: د مراکش خبری سرچینو د مراکش په پلازمینې رباط کې د داسې کتاب د خپرولو خبر ورکړ، چې عنوان یې دی د برازیل مسلمانان.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «lemag»، یې نقلوی چې دا کتاب په ارجنټاین کې د ملی پوهنتون روزاریو په مرستې او د مراکش د پلازمینې رباط د اقدال محمد پنجم پوهنتون په همکارۍ سره خپور شو.


 


د «مسلمانان برزیل» نومې کتاب 271 مخونه لری او په دې کتاب کې په برازیل کې اسلام له مختلفو اړخونو لخوا څیړلې شوی دی.


 


همدارنګ برازیل ته د اسلام راتلل او د برازیل د مسلمانانو ځانګړتیاوې بیا په تیره د «ریو دو ژانیرو»، «سائو پائولو»، «بلوهوریزونته» او «فلوریانو» ولایتونو د مسلمانانو خصوصیات په دې کتاب کې بیان شوی دی.


 


د دې کتاب د مخکتنې مراسم به د راتلونکی اوونۍ د زیارت په ورځ په مراکش د پلازمینې رباط په هنری میوزیم (Villa des Arts) کې تر سره کیږی.


 


د کتاب اصلی ژبه پرتغالې ده خو په دوو نورو ژبو اسپانیایی او عربی کې هم ترجمه شوی دی.


 


1339464
captcha