IQNA

د بحرین ال خلیفه رژیم د خلکو غوښتنې نه پوره کوی

10:49 - December 15, 2013
د خبر لمبر: 1342479
نړیواله ډله: د بحرین د ملی وفاق ګوند یوه غړی د فارس خلیج د څنډې هیوادونو د اتحادیې له جوړیدا سره د ال خلیفه رژیم د موافقې هدف د خلکو غوښتنو ته له ځواب ویلو تښتیدل وبلل.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم ټی وی چینل یې نقلوی چې ښاغلی مجید میلاد وویل د بحرین ال خلیفه رژیم  د خپل انقلاب د پرمخ بیولو په هدف سره د خلکو ارادې ته د ګوزار  د و رکولو لپاره د تښتې کوشش کوی.


 


 


 


هغه د فارس خلیج د څنډې د هیوادونو د اتحادیې جوړیدل غیر منطقی وبلل او په عین حال کښې یې وویل په دغو عربو هیوادونو کښې د ملکی او ډیموکراټیکو حکومتونو جوړیدل د دغه پلان د اجرایی کیدا لپاره ضروری دی.


 


ښاغلی مجید میلاد په بحرین حقیقی او ملی خبرې اترې د کړکیچ د حل لپاره تر ټولو ښه لاره وبلله او ویې ویل د کړکیچ د ختمول او په خبرو کښې د ګډون لپاره د ال خلیفه رژیم د مقاماتو  ادعا په بحرین کښې د ولسی اعتراضونو د ډیر ځپلو لپاره یو چلول دی.


1340949
captcha