
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم ټی وی چینل یې نقلوی چې ښاغلی مجید میلاد وویل د بحرین ال خلیفه رژیم د خپل انقلاب د پرمخ بیولو په هدف سره د خلکو ارادې ته د ګوزار د و رکولو لپاره د تښتې کوشش کوی.
هغه د فارس خلیج د څنډې د هیوادونو د اتحادیې جوړیدل غیر منطقی وبلل او په عین حال کښې یې وویل په دغو عربو هیوادونو کښې د ملکی او ډیموکراټیکو حکومتونو جوړیدل د دغه پلان د اجرایی کیدا لپاره ضروری دی.
ښاغلی مجید میلاد په بحرین حقیقی او ملی خبرې اترې د کړکیچ د حل لپاره تر ټولو ښه لاره وبلله او ویې ویل د کړکیچ د ختمول او په خبرو کښې د ګډون لپاره د ال خلیفه رژیم د مقاماتو ادعا په بحرین کښې د ولسی اعتراضونو د ډیر ځپلو لپاره یو چلول دی.
1340949