سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن پخپل پیغام کې وویل په ایران کې د څیړنیزې اونۍ په لومړۍ ورځ د فضائی پوهانو په هلو ځلو سره په فرګام نامې سره د فضا ته دوهم بیزو لیږدونکی لټونکی سپوږمکۍ د لومړی ځل لپاره د اوبلن ګیسوپه وسیله په بریالیتوب سره فضا ته ولیږدول شوه او بیرته په بریالیتوب سره راستانه شوې ده.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له ولسمشر د دفتر له ویب پاڼې یې نقلوی چې ښاغلی ډاکټر روحانی د دغه ستر بری په باب د اسلامی انقلاب معظم لارښو د ایران ملت او ټولو پوهانو ته مبارکی ویلی او د ایرانیو څیړاندو او پوهانو د لابریالیتوب دعائې کړې ده.
د دغه راپور په اساس د فرګام په نامه ایرانۍ سپوږمکۍ نن سهار وختی د دوهم ځل لپاره له بیزو سره یو ځای فضاته ولیږدول شوه چې په بریالیتوب سره بیرته هم راستانه شوې ده.
1340992