د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د ولسمشر د دفتر له ویب پاڼې یې نقلوی چې ښاغلی ډاکټر روحانی په دغو خبرو اترو کې ټینګار وکړ هغه کسان چې د ترهه ګرو لپاره په وسلو لیږدولو سره ئې سیمه بحرانی او کړکیجنه کړې ده ، بلاخره به هم د خپلو روزل شویو ترهه ګرو سره لاس او ګریوان شی.
هغه زیاته کړه ، د عراق په دیاله کې د ایران د ګیسو د شرکت پر کارکونکو د ترهه ګرو وروستۍ حمله یوه پلان شوی دسیسه وه چې نه یوازې ئې د عراق خلک بلکې اسلامی نړۍ ئې په نخښه کړې ده.
ښاغلی حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چې دغه حملې د درز رامینځته کونکو سیاستونو او هم دا رزا له ایران سره د عراق د مخ په پراختیا اړیکو او د دغه هیواد د آبادونې او پراختیا په لاره کې خنډ جوړونو په چوکاټ کې تر سره کیږی روښانه کړه، دواړه هیوادونه باید له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره سره متحد او غږمله عمل وکړی.
د اسلامی ایران ولسمشر هم دا راز له درستې نړۍ د میلیونی حسینی ویرجنو د امنیت د ټینګولو لپاره چې د حسینی اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د عراق په کربلا کې شتون لری او یا روان دی، د عراق د حکومت د لازیاتو هلو ځلو غوښتنه وکړه.
د عراق لومړی وزیر ښاغلی نوری مالکی هم پخپلو خبرو کې د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ دغه ډول حملې د عراق د ملت د پرمختګ د مخنیوی په موخې سره کیږی .
هغه د دې خبرې په کولو سره چې د عراق حکومت د دغه جنایت د عاملانو د پیژندلو او نیولو لپاره خپلې ټوله هڅې کارولی دی روښانه کړه ، د حسینی عزادارو په تیره د هغو ایرانیو ښاریزو د امنیت د ساتلو لپاره چې په عراق کې شتون لری ضروری دستورات صادر کړی دی.
د عراق لومړی وزیر هم دا راز د تهران او بغداد اړیکې ډیرې ښې وبللې او زیاته ئې کړه ترهه ګر به د دې جوګه نه وی چې د ملګرتیاؤ د پراختیا او د اړیکو پیاوړتیا په لاره کې د ایران او عراق د دوو حکومتونو او ملتونو اراده او کلک هوډ له ماتې سره مخامخ کړی.
1342709