د قران نړیواله خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له نړیوالې ورځ پاڼې الزمان یې نقلوی چې د عراق د اهل سنتو د فتوا مرکز مشر ښاغلی مفتی مهدی الصمیدعی له عالمانو وغوښتل چې کومې فتوی د مسلمانانو د وژلو روا والې بیانوی هغو سره دې مقابله وشی.
ښاغلی مفتی مهدی الصمیدعی ټینګار وکړ چې ځانمرګی بریدونو خپل اصلی رنګ بدل کړی دی نو باید دې عملیاتو او بریدونو سره مقابله وشی، ځکه چې د بې ګناه کسانو وژل یو لوی جنایت او جرم دی او خدای پاک د داسې کسانو لپاره د دوزخ ټاکلې دی.
هغه زیاته کړه چې په دینی عالمانو واجب دی چې هغوی ټول مسلمانان د ځانمرګی بریدونو سره د مقابلې لپاره راوغواړی ځکه چې د بل مسلمانان ورور وژل په هیڅ ډول هم روا نه ده او د بل مسلمان وینه او مال او عزت د احترام وړ دی.
1341382