
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز »صوت المنامه«، یې نقلوی چې د بحرین خبری سرچینو وویل چې پرون په پلازمینې منامې کښې د شهیدانو د ورځې د لمانځلو په مناسبت خلکو پراخه صلح امیزې او پرامن مظاهرې وکړې.
د بحرین خلکو په منامې کښې په خپلو مظاهرو کښې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم د نسکوریدا غوښتنه وکړه.
په دغو مظاهرو کښې د بحرین ښځو هم ګډون وکړ .
د بحرین پولیسو دغه راز په مظاهره چیانو حمله وکړه.
په بحرین کښې خلک د دیکتاتور حکومت د نسکوریدا او د ازادو انتخاباتو او ټاکنو له لارې د یوه خپلواکه حکومت د جوړیدا غوښتنه کوی
1343663