د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له فوځ عمومی رابطو یې نقلوی چې د اسلامی ایران د هوائی ځواک ټول ښکاری یونټونه له ننه د بندرعباس د شهید عبدالکریمی هوآئی مرکز په چورلیزتوب سره په فارس خلیج کې د فدایان حریم ولایت څلور په نامه سترې مانورې کې ګډون کوی.
د دغې مانورې ویندوی سردار حسین چیت فروش وویل په دغې مرحلې کې به د ایران د وسله وال پوځ د هوائی ځواک بیلابیلې په لسګونو ښکاری، بمبار، د رندې ټرانسپورتی، سونګ رسونکی ، پیژندونکی، پرسمندری برخو ګزمه کونکی او هم دا راز د بې پیلوټه الوتکې تر دوو ورځو پورې ګډون وکړی.
امیر خلبان ښاغلی چیت فروش زیاته کړې د فدایان حریم ولایت څلور په نامه سترې مانورې کې به د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله وال پوځ د هوائی ځواک وروستۍ دفاعی بریاوې او لاسته راوړنې هم وآزمایل شی او په عملیاتی ټسټ کې به نندارې ته وړاندې شی.
1344644