
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری مرکز المصری الیوم یې نقلوی چې د دغه هیواد روغتیا وزیر علی حسن خلیل نن په بیروت کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژلی او له ۱۵۰ زیات ژوبل او د ډیریدو ویریه یې زیاته ده.
د دغه خبر له مخې، د لبنان د حکومت پخوانی لومړی وزیر د فواد سینیوره د ډلی غړی او مالی وزیر محمد شطح او د هغه ساتونکې په دغه ترهه ګره چاودنه کښې وژل شوی او ټپیان هم روغتون ته وړل شوی.
د روغتیا د وزارت په حکم د بیروت درست روغتونونه ټپیانو ته د خدماتو د ورکولو لپاره چمتو دی، دغه چاودنه دومره درنه وه چې د دغه سیمې په شا و خوا کښې مړی لیدل کیږی، چې د ځینو پیژندل یې هم سخت دی.
د لبنان روغتیا وزارت ویلی دی، د محمد شطح ترور، دغه هیواد ته نه لنډوونکی تاوانونه اړولی دی دغه چاودنه د پارلمان او د پخوانې لومړی وزیر نجیب میقاتی کور مخې ته شوی ده.
په لبنان کښې د ترهه ګری تکفیری ډلګۍ مشر سراج الدین زریقات ګواښ کړی ؤ، بیروت به د نویو چاودنو ډګر وی.
1347272