IQNA

بیروت کښې چاودنې له ۱۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

9:23 - December 28, 2013
د خبر لمبر: 1347450
نړیواله ډله: د لبنان په پلازمینې بیروت کې یوه زوروره چاودنه شوی چې اسلامی مقاومت د لبنان مقاوم ملت، او د سیاسی ډلو مشران او مسؤلانو غوښتی، په لوړې پوهې سره د فتنې په پیدا کولو کښې د دښمنانو ناوړه هدفونه ناکامه کړی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری مرکز المصری الیوم یې نقلوی چې د دغه هیواد روغتیا وزیر علی حسن خلیل نن په بیروت کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸  کسان وژلی او له ۱۵۰ زیات ژوبل  او د ډیریدو ویریه یې زیاته ده.


 


د دغه خبر له مخې، د لبنان د حکومت پخوانی لومړی وزیر د فواد سینیوره د ډلی  غړی او مالی وزیر محمد شطح او د هغه ساتونکې په دغه ترهه ګره چاودنه کښې وژل شوی او ټپیان هم  روغتون ته وړل شوی.


 


د روغتیا د وزارت په حکم د بیروت درست روغتونونه  ټپیانو ته د خدماتو د ورکولو لپاره چمتو دی، دغه چاودنه دومره درنه وه چې  د دغه سیمې په شا و خوا کښې مړی لیدل کیږی، چې د ځینو پیژندل یې هم سخت دی.


 


د لبنان روغتیا وزارت ویلی دی، د محمد شطح ترور، دغه هیواد ته نه لنډوونکی تاوانونه اړولی دی دغه چاودنه د پارلمان او د پخوانې لومړی وزیر نجیب میقاتی کور مخې ته شوی ده.


 


په لبنان کښې د ترهه ګری تکفیری ډلګۍ مشر سراج الدین زریقات ګواښ کړی ؤ، بیروت به  د نویو چاودنو ډګر وی.


1347272
captcha