IQNA

کاشانی: ایران د جینیوا موافقې ته له پایبندۍ سره په یوه وخت، له خپلو انقلابی اصولو نه تیریږی

9:29 - December 28, 2013
د خبر لمبر: 1347461
سیاسی او ټولنیزه ډله: آیت الله محمد امام کاشانی، د ایران د سوله ایزو اټومی فعالیتونو پر ضد د لویدیځوالو ناوړه تبلیغاتو ته اشاره وکړه او ویی ویل، د ایران د اسلامی جمهوریت اټومی فعالیتونه، تل سوله ایز دی او د جینیوا موافقې یو ځل بیا نړیوالو ته ثابته کړه، چې ایران خپلو ژمنو ته پایبند او د باور وړ دی.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د تهران د جمعی لمانځه خطیب، د آمریکا په کانګریس کښې د صهیونستی لابیو نفوذ  او د ایران د اسلامی جمهوریت د صهیونستانو خپګان ته  اشاره وکړه او ویی ویل، د ایران ملت نه یوازې له خپلو اصولو نه تیریږی، بلکه د استکباری نړۍ درستې دښمنۍ، تاریخی خاطرې  ته سپاری  او راتلونکی به هم د دغو اقداماتو په باب قضاوت وکړی.
 
آیت الله امامی کاشانی، هم دغه راز د نړۍ عیسویانو ته د حضرت عیسی مسیح (ع) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکی وویله  او زیاته یې کړه، د آمنیت او سولې په ټینګولو کښې د مسیحیت دین له تعالیمو سره سره، هم دا اوس لویدیځ واکمنان او سرغنې، د تکفیری او سلفې ډلو په سنبالولو او ملاتړ سره، په اسلامی نړۍ کښې د نا آمنیو په پیدا کولو پسې دی.
 
د تهران د جمعی لمانځه خطیب وویل په سوریه او عراق په څیر هیوادونو کښې د نښتو او جنګونو کښې د لویدیځی نړۍ اقدامات، د سلفې او تکفیری ډلو د ملاتړ له لارې دی، دغه درست جنایتونه له اسلام څخه د ځیږی څیرې د وړاندې کولو او د شیعه او سنی تر مینځ د درز او جنګ د اچولو له لارې کیږی.
 
ښاغلی آیت الله امامی کاشانی په تیرو ۳۵ کلونو کښې، د ایران پرضد د عراق د تپلې جنګ، سختو بندیزونو، اقتصادی دباؤنو او له لارې د لویدیځ دښمنیو ته اشاره وکړه  او ویی ویل، دغه درستې دښمنۍ، د دې لپاره وی، چې  ایران د نا آمنۍ عامل وښیی چې علت یې هم له ایران سره دښمنی ده چې د ایران د حکومت او ملت لخوا د جینیوا د موافقې په شمول په درستو برخو کښې دغه دسیسې شنډی کړای شوی.

1347308

captcha