د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یوراپور پر اساس، د ایران د اسلامی شورا استاذو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې ، د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومی د میاشتې اتمه نیټه بې شکه د ایران په اوس مهال تاریخ کې یوم الله او یوه نه هیریدونکی ورځ ده چې باید تل د ملت په سیاسی او تاریخی حافظې کې پاتې شی او د راتلونکی لارې مشال شی .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی د ۸۸لمریزکال په دغې ورځې د اسلامی ایران د انقلابی ولس غوسه او ولوله د آتش فشان په څیر وه او یوه پرتمینه حماسه راوپنځیده.
د ایران د پارلیمان استاذو په دغې اعلامیې کې روښانه کړې هغه خلک چې په څو میاشتو کې ئې په انتخاباتو کې درغلی او ناځوانمردانه تورونه آوریدلی وو ، هغه خلک چې د فتنه ګرو له خوا ئې د دښمنانو د خوشالولو اعلامیو کتونکی وو، بلاخره ئې هم د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام سپیڅلی مقام ته د فتنه ګرو د سپکاویو او بې حرمتۍ په لیدو سره په یو هیړ او خود جوشه ډول د یوه څپانده سمندر په څیر حرکت وکړ او داخلی فتنه ګرو او د هغوی بهرنیو مستکبرو ملاتړو ته ئې وښودله چې د ایران میړنی ملت هرهغه تړون او ژمنې ته چې له خپل سترلارښود سره ئې کړې پابند او وفادار دی
1349029