IQNA

د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د رحلت او د امام حسن علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت درست ایران ماتم تر سره کړ

8:42 - January 01, 2014
د خبر لمبر: 1349351
ټؤلنیزه ډله: نن د سې شنبې ورځ او د ۱۴۳۵ قمری کال د صفرې د میاشتې آته ویشتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه واله د رحلت او د امامت د لړۍ د دوهم ځلانده ستوری حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابره ده.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس ، د اسلام ګران پیغمبر تر خپل رحلت وړاندې د اسلام د دین مبانی او احکام په پوره او سم ډول بیان کړل او د اسلام د بر حقه دین د خپرولو او سمې لارې ته د خلکو د هدایت لپاره ېې ډیرې هڅې وکړې .
 
د هغه ګران لمسی حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام هم چې کابو ۳۰ کاله له خپل پلار حضرت علی علیه السلام سره څنګ په څنګ د اسلام خدمت ته ملا تړلې وه په ۴۷ کلنۍ کې د معاویه په حکم د خپلې میرمنې له خوا په زهرو شهید شو .
 
نن د ایران د غټو غټو ښارونو لکه تهران، مشهد مقدس، قم المقدس ، شیراز او ایلام  او د نورو ښارونو پشمول  د درستۍنړۍ په ګوټ ګوټ کې د اهل بیت علیهم السلام عاشقان د عزا دارۍ مراسم تر سره کړ .
 
 د قران نړیوال خبری اژانس د پښتو ژباړونکی د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږومینه والو ته د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله د رحلت او د امام حسن علیه السلام د شهادت تسلیت وړاندې کوی.
 
1349278
captcha