
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له المنار ټی وی چینل یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون د پلازمینې بیروت په ضاعیه سیمې کښې په یوې بم چاودنې کښې د اوو (۷) بې ګناه خلکو له وژلې او د اووه اویا کسانو له ژوبلیدا وروسته د هیواد د تباه کیدا د مخنیوی لپاره د وحدت په ساتلو ټینګار وکړ .
د لبنان د حزب الله دغه مشر په پرونې بم چاودنې څوک تورن نکړل خو له تفکیری ترهګرو سره په مقابلې یې ټینګار وکړ.
ښاغلی شیخ نعیم قاسم وویل لبنان د تباهۍ په لور روان دی او په هیواد کښې سیاسی غږملتیا نشته او مونږ له ملی وحدت پرته هیواد نشو ساتلی.
د ویلو ده چې د سعودی عربستان جاسوسۍ ادارې د اسرایلو او اردن د جاسوسۍ ادارو په مرستې سره د خپلو عواملو په مرستې سره په تیرو څو میاشتو کښې د لبنان په پلازمینې بیروت کښې څو ترهګرې بم چاودنې کړی دی چې له کبله یې تر اوسه په لسګونو بې ګناه خلک وژل شوی او ډیر نور ژوبل شوی دی.
دغه راز په لبنان کښې د ایران په سفارت د بم چاودنې د مسوولې ډلې عبد الله عظام غونډ مشر ماجد هم نیول شوی کوم چې د سعودی عربستان له جاسوسۍ ادارې سره نږدې اړیکې لری.
سعودی عربستان چې په سوریې کښې ماته خوړلی ده نو اوس د لبنان پرضد ترهګر اقدامات پیل کړی دی.
1349929