
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له الوفاق د اطلاع رسولو مرکز یې نقلوی چې د بحرین خلکو په شعارونو سره د ولسی حکومت د جوړیدا په شمول دخپلو غوښتنو تر پوره کیدا پورې د اعتراضونو په دوام ټینګار وکړ .
د بحرین مظاهره چیانو دغه راز دسیاسی بندیانو د شکنجه کیدا د ختمیدا او د هغوې د خوشی کیدا غوښتنه وکړه .
دغه راز د بحرین د ترټولو ستر سیاسی ګوند ملی وفاق مشر شیخ علی سلمان ال خلیفه رژیم ته وویل روا والی په زور سره نه بلکې په انتخاباتو سره لاس ته راځی .
ښاغلی شیخ علی سلمان په بحرین کښې پاڅون چې په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې پیل شوی دی ولسی پاڅون وباله او ټینګار یې وکړ دغه صلح ایز پاڅون به د خلکو د انسانی حقونو تر لاسه کیدا پورې دوام ولری.
1350496