د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له فرانس 24، یې نقلوی چې د سعودی عربستان یوه حکومتی مسوول خالد الخبیری وویل د دغه هیواد د هوایی شرکت اوه سوه اووه شپیته(۷۶۷) ډوله بویینګ الوتکه چې په درې سوه پینځلس (۳۱۵) ایرانیو حاجیانو سره د ایران له مشهد سپیڅلی ښار څخه مدینې منورې ته روانه وه نن په شاهزاده محمد بن عبدالعزیز په هوایی ډګر کښې د کوزیدا په وخت د ټایرونو د نه خلاصیدا له کبله له پیښې سره مخامخ شوه او د ایران نهه ویشت(۲۹) حاجیان پکښې ژوبل شول.
یولس (۱۱) ژوبل کسان روغتون ته یوړل شول او پاتې ژوبل کسان د هوایی ډګر په درملتون کښې معالجه شول.
د سعودی عربستان د دغه الوتکې په بیړنی ډول کیناستل د ټولو کورنیو او خارجی الوتونو د لغوه کیدا او د هوایی ډګر د بندیدا سبب شول.
1351039