
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د لبنان له رسمی خبری آژانس یې نقلوی چې ماجد الماجد چې تیره اوونۍ په بیروت کې نیول شوی ؤ د لبنان په فوځی روغتون کې د خراب صحت حالت له امله مړ شو .
د لبنان په فوځی محکمه کې د دولت استازی صقر صقر هم د نوموړی مړینه تائید کړه.
له دې وړاندې د الاخبار په نوم لبنانی ورځپانې د هغه د سعودی ملاتړو په لاس د ماجد د وژل کیدو د احتمال خبر ورکړی ؤ.
د لبنان المنار تلویزونی چینل هم وویل د ماجد د مرګ په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوی دی.
د عبد الله عزام په نوم تروریستی ډله د نوامبر په ۱۹مه په بیروت کې د اسلامی ایران په سفارت د ځانمرګو بریدونو او د حزب الله د مهم قوماندان حسان هولو القیس د وژلو مسئوله وه.
وروسته له هغه چې د دې ډلې د مشر ماجد الماجد د نیول کیدو خبرونه خپاره شول عربستان نوی خوځښتونه پیل کړل لومړی ېې د هغه د نیوللو خبر تکذیب کړ خو زر د لبنان سیاسی او امنیتی سر چینو د ماجد الماجد نیول کیدل تائید کړل خو عربستان خپل هیواد ته د ماجد د سپارل کیدو غوښتنه وکړه.
د عربستان له غوښتنې وروسته په بیروت کې د وژل شویو کسانو کورنیو او خپلوانو عربستان ته د هغه د سپارلو مخالفت وکړ او ټینګار ېې وکړ چې ماجد باید په لبنان کې محاکمه او د خپلو اعمالو په سزا ورسی.
په همدې حال کې د شنبې په ورځ د عبد الله عزام ډلې د سعودی مشر ماجد الماجد د مرګ خبر په ناڅاپی ډول خپور او د سیمې او نړۍ د خبری سرویسونو په لومړی خبر بدل شو .
راپور زیاتوی په لبنان کې د اسلامی ایران په سفارت د برید د اصلی عامل دا ډول وژل کیدل په داسې حال کې چې په دې اړه شکونه شته چې له هغه سره به د عربستان د استخباراتو مشر بندر بن السلطان همکاری کړې وی پوښتنې را ولاړوی .
په سیاسی تبصره کې راغلی د ماجد الماجد مرګ د سیمې له جاری حالاتو او په دې اړه د عربستان د استخباراتو د وزیر بندر بن السطان له رول لوبولو سره نږدې اړیکې لری او د راپور په وینا کار پوهان په دې باور دی چې د عبد الله عزام ډلې مشر به د عربستان له استخباراتی سر چینو سره د تړاو په اړه مهم معلومات درلودل.
راپور هم دا راز وایی ماجد الماجد په سوریه او لبنان کې د مخالفو وسله والو د مالی تجهیز او د عملیاتو د طراحۍ په برخه کې مهم رول درلود او خبری رسنیو خو حتې نوموړی د بندر بن السلطان تور بکس باله.
سیاسی مبصر لیکی د بندر بن السلطان د تور بکس له مینځه وړل کیدل تر پخوا ډیر په لبنان او سوریه کې د عربستان تخریبی رول په ډاګه کوی.
راپور وایی بندر بن السلطان د ترهګرو د تجهیز او سورېې او لبنان ته د هغوی د لیږلو عامل دی او موخه ېې په دې هیوادونو کې د مقاومت د چورلیز کمزوری کول او د فتنو را منځته کول دی.
1350490