
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له «اخبار 24»، یې نقلوی چې په راپور کې د فوځی سر چینو له خوا ویل شوی تر اوسه په رمادی کې د داعش یا د عراق او شام د اسلامی حکومت په نوم ډلې ۵۵ غړی وژل شوی دی.
له دې وړاندې خبرونه خپاره شوی ؤ چې د فلوجې په ګډون د عراق څو ښارونه د القاعدې اړوند د عراق او شام لپاره د اسلامی حکومت داعش په نوم ډلې لاس ته ورغلی دی.
روسې هم عراق ته ۱۳ فوځی چورلکې چې د شپې ښکارچی نوم ورکړی شوی او د نویو توغندیو او سیستمونو په لرلو سره د شپې عملیات په ښه ډول تر سره کولای شی ورکړې دی.
بغداد وایی دا چورلکې د هغه قرارداد برخه دې چې له مخې به ېې د ۴ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ۴۰ چورلکې عراق ته ورکول کیږی.
روسېې له دې وړاندې هم عراق ته ۱۵ دا ډول چورلکې ورکړې وی.
ویل شوی له دې چورلکو به د الانبار په عملیاتو کې هم کار واخیستل شی.
1350638