IQNA

امریکایانو بیا په افغانستان کې د قرآن کریم سپکاوی وکړ

13:18 - January 10, 2014
د خبر لمبر: 1352880
نړیواله ډله: امریکایی ځواکونو د افغانستان په وردګو ولایت کې د قرآن کریم سپکاوی کړی او د سیمې خلکو د دې اقدام په اعتراض کې لاریونونه تر سره کړل.
 
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له «Press TV»، خبری چینل یې نقلوی چې د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په زرګونو خلکو نن د امریکایانو له خوا د قرآن کریم د سپکاوی په اعتراض کې د لاریونونو په کولو سره د کابل کندهار لویه لاره وتړله.
د سیمې اوسیدونکو پرس ټی وی خبریال ته وویل چې تیره شپه امریکایی او داخلی ځواکونو د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ سالارو ته څیرمه په سیرک کلی کې په جومات چاپه وهلې د جومات د یو شمیر برخو د تخریب تر څنګ ېې د قران کریم نسخې تر پښو لاندې کړی او سپکاوی ېې ورته کړی دی .
سر چینې وایی نن د سید آباد ولسوالی ګڼو خلکو قران کریم ته د امریکایی او داخلی ځواکونو د سپکاوی په اعتراض کې د کابل قندهار په لویه لاره مظاهره جوړه کړې او د امریکا ضد شعارونه ورکوی .
طالبانو هم په خپل سایټ کې په سیرک کلی کې د امریکایی ځواکونو له خوا قران کریم ته د سپکاوی خبر ورکړی ؤ.
نورو خبری آژانسونو هم خبر ورکړی چې نن د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له شش قلعې تر سید آباد پورې سیمو په زرګونو کسانو د امریکایی او کورنیو ځواکونو له خوا قرآن کریم ته د سپکاوی په اعتراض کې لاریون وکړ او د کابل کندهار لویه لار یې د اعتراض په توګه وتړله.
د سیمې یو بل اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی، وویل چې لاریون د دې ولسوالۍ په شش قلعه، لوړه، هفت اسیاب، سلطان خېلو، سالارو او سپین کلینیک په سیمو کې ؤ.
لاریون کوونکی وایی، ځکه یې لاریون کړى او د اعتراض په توګه یې لاره تړلې وه، چې امنیتی ځواکونو د مرغومی په ١٤مه د دې ولسوالۍ د سیرک کلی په جومات کې قران کریم ته سپکاوى کړى.
دغه راز دوو تنو لاریون کوونکو پرس ټی وی ته وویل، چې د سپین کلینیک په سیمه کې یو لاریون کوونکى د امنیتی ځواکونو پر ډزو ټپی شوى خو یو بل تن وایی، چې په سلطانخېلو کې هم درې لاریون کوونکی ټپیان شوی دی او هم دا رنګه د باغک د کلی هم درې کسان ټپیان شوی دی.
1352163
 
captcha