IQNA

د تهران د ښاروالۍ مسئولانو د انقلاب له معظم لارښود سره وکتل

8:38 - January 14, 2014
د خبر لمبر: 1358656
سیاسی ډله: په دې غونډه کې د انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ د تهران ښار او هیواد په اداره کې باید په علم درایت او جهادی مدیریت په تکیې سره خلکو ته د خدمت په روحیه کار وشی تر څو د خلکو ستونځې رفع شی .


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس ، د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت الله خامنه ایی همداراز نن د تهران ښار د ښاروال، مرستیالانو او د بیلابیلو سیمو د ښاروالانو او ښاری شورا له استازو سره په غونډه کې په جوړونه او بیا رغونه کې د ژوند اسلامی سبک ته په احتمام په ټینګار سره څرګنده کړه د هوا د ککړوالی حمل او نقل او د تهران د نفوس د زیاتوالی له امله له یو شمیر ستونځو سره سره په ټول کې د ښار د پاکوالی ، د پارکونو او باغونو د شنې فضاء په ساتلو د پلونو او لویو لارو په جوړولو او د میترو یا تر ځمکې لاندې اور ګادی سیستم په برخه کې د ښاروالۍ هڅې په ښه ډول څرګندې دی .



ایت الله خامنه ای د ښار اسلامی شورا غړو ته د هغوی د ټاکل کیدو له امله د مبارکۍ تر څنګ د دې په موخه چې د خلکو د خدمت جوګه شوی د هغوی مسئولیت دروند وباله او د تهران اهمیت ېې له یوه ستر ښار ډیر لوړ وباله او زیاته ېې کړه تهران له یوې خوا د ژوند د سبک او آبادۍ له نظره او له بلې خوا د یوه سمبول په ډول د ایران د نورو ټولو ښارونو لپاره یوه بیلګه دی .



حضرت آیت الله العظمی خامنه ایی د بریالیتوب راز جهادی مدیریت وباله او ټینګار ېې وکړ که جهادی مدیریت یا هماغه په علم درایت او الهی نیت هڅې او کار حاکم وی په اوسنیو شرایطو کې به د نړیوالو قدرتونو له خباثتونو ډکو فشارونو سره سره ټولې ستونځې حل شی او مخ په وړاندې حرکت به دوام ومومی .



د انقلاب ستر لارښود د ښار په اسلامی شورا کې د بیلابیلو سیاسی سلیقو شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه تر څو چې د ښار د شورا د ټولو غړو نیت خلکو ته خدمت وی د هغوی د اندونو اختلاف مهم نه دی .



حضرت آیت الله خامنه ایی د ښاری شورا غړو ته په خطاب سره ټینګار وکړ تاسو هڅه وکړی او په کار او خدمت  سره ښه تجربه په یاد ګار پریږدی.



1358343

captcha