د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، چې له اطلاع رسولو مرکز المصدر نیوز یې نقلوی چې دغو پرلتیو له امله په زیاتو ښارونو کښې ډیرې الوتنې لغوه شوې دی او تجاری، اداری او روزنیز مرکزونه هم بند شوی دی.
د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د وژل شویو کسانو خپلوانو مړی تراوسه نه دی ښخ کړی او د اعتراض په توګه یې د هغوی جنازې هم له ځان سره ایښې دی.
په هم دې حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی پرون له پرلت وهلو سره په کتنه کښې هڅه وکړه چې هغوی د دغې اعتراضی ناستې ختمولو ته مجبور کړی.
خو پرلت وهونکو اعلان وکړ چې ترڅو پورې چې د سه شنبې د ورځې د جنایت ترسره کونکی او عوامل نیول شوی نه وی، دغه اعتراضی ناسته به جاری وساتی.