
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې آیت الله امامی کاشانی په دې ټینګار سره چې تکفیریانو د اسلام څیره داغی کړې ده زیاته کړه باید له هغو مسائلو ډه ډه وکړو چې په مسلمانانو کې د اختلاف را منځته کیدو لامل کیږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم دا راز په منځنی ختیځ سیمه کې د اسلامی ایران په فعال رول په ټینګار سره د جینیوا دوه په کنفرانس کې ایران ته د بلنې په لغوه کولو د خواشینۍ څرګندونه وکړه او زیاته ېې کړه ملګرو ملتونو په خپل دې اقدام سره ثابته کړه چې په عراق او سوریه کې د بې ګناه مسلمانانو په وژل کیدو سترګې پټوی تر څو د یو شمیر ښکیلاکی هیوادونو موخې پوره شی.
هغه په اتومی مسئله کې هم د اسلامی ایران له چارواکو او هڅو قدرونه وکړه او زیاته ېې کړه د دولت په تیره بهرنیو چارو وزارت سیاستونه په دې برخه کې محکم او پر ځای دی چې ملت او د رهبرۍ ستر مقام ېې ملاتړ کوی.