IQNA

20:33 - February 01, 2014
د خبر لمبر: 1369290

ایت الله خامنه ای د سباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ، د اسلامی انقلاب د بنسټګر امام خمینی (رح) ته د دعا لپاره ولاړ

نړیواله ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د حضرت امام خمینی (رح) په سپیڅلی حرم، د چنګاښ د اوومې د شهیدانو په مزار او بهشت زهرا کښې په شتون سره فاتحه ولوسته او د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر د یاد درناوی یې وکړ .

قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د راپور پر اساس چې له ننه ۳۵ کاله مخکې په هم داسې ورځ سهار وختی د ایران د اسلامی جمهوریت فضا د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی له فرانسې د راوړونکی الوتکې په راڅرګندیدو سره  نورانی شوه او   د ایران میړنی او غیرتی ملت د خپل انقلابی محبوب رهبر د هر کلی لپاره  شیبې ګڼلې چې بلاخره هم دغه شیبې راورسیدې او حضرت امام خمینی هم د سلواغې  په دولسمه نیټه د اسلامی ایران په پاکه خاوره له پنځلس کلنې جلا وطنۍ وروسته ګام کیښود او د ایران په ملت کې ئې یو نوی روح پوو کړ
حضرت امام خمینی د تهران د مهر آباد هوائی ډګره له راوتلو سملاسی وروسته د مننې له یوې لنډې وینا وروسته د میلیونونو مینه والو د هر کلی په جلوس کې بهشت زهرا هدیرې ته روان شو  او د شهیدانو د هدیرې په مینځکې ئې مفصله او مهمه وینا وکړه.
له دې ورځې وروسته هرکال  دسلواغې دولسمه نیټه  په ایران کې دسباؤن لسیزې دپیل په توګه په پرتمین ډول لمانځل کیږی او خلک له خپل ارواښادلارښود سره خپل بیعت نوی کوی.
1368762

captcha