IQNA

العربیه یا «العبریه»؛ د اسلام په لباس کې د صهیونیسټانو چینل

19:20 - February 03, 2014
د خبر لمبر: 1370423
نړیواله ډله: د ال سعودو خبری اژانس «العربیه»، چې په غزې باندی د اسراییلو دوه ویشت ورځنۍ په جنګ یې د اسراییلو ملاتړ کولو له امله په عربو نړۍ کې یې «العبریه» لقب تر لاسه کړې ؤ اوس مهال یې په مینځنې ختیځ کې د نیواکګر اسراییل د پینځم لښکر په شان د مسلمانانو تر مینځ د اختلاف اچونې کار ته دوام ورکړی.

یوه ویشتمه پیړۍ په حقیقت کې د رسندویو پیړۍ ده ځکه چې هر هغه یوه ډله یا هیواد چې خپل اواز او غږ د سپوږمیزو چینلو او خبری چینلو په وسیله نړیوالو ته ورسوی نو بیشکه هغه پهمختلفو ډګرونو کې د بریاتوب ډیر امکان او چانس لری.
د همدې له امله څلور ویشت ساعته کار کوونکی خبری چینلو د عمومی افکار په بدلون کې ډیر زیات رول لوبوی او که کوم خاص ډله د دې شبکو او چینلو کنترول په خپل لاس کې واخلی نو هغه په نړیوال ډګر او سیمې کې ډیر زر پرمختګ کوی.
د اسلامی نړۍ له مشکلاتو یو مشکل هم دا ده چې پکې څو ډوله ټولی جوړ دی او هر څوک د خپلې ګټه په لټه کی دی او د اسلام ګټه یې هیر ده که څه هم د اسلام او مسلمانانو له دفاع کولو ادعا کوی خو حال دا چې هغه د اسلام د سپیڅلتیاو او ګټو په ضد فعالیت کوی.
د داسې متناقض کارونو بیلګه په هغو رسنو کې لیدلی شو کوم چې د یو عربی یا اسلامی هیواد په نوم فعالیت کوی لکه د عربستان «العربیه» خبری چینل، دا نوم یې د عربو ده خو په حقیقت کې دا چینل د اسراییلو خدمت کوی او اسلامی نړۍ سره سخت خیانت کوی.د دې چینل مرکز په دبۍ کې دی خو مالی ملاتړ یې د عربستان ال سعود کوی.
د لویدیځ رسنۍ د اسلامی هیوادونو بلکه د مینځنۍ ختیځ په اړه ضد اسلامی سیاستونه لری چې اکثره عربی چینلونه خپل راپورونه له هغو راخلی او هغه خپروی او هغه خبرونه، خپروی چې پکښې امریکې او اسراییل ګټې موجود وی که څه هم دغه د مسلمانانو تر مینځ د فتنې د اچونی له امله شی.
پوښتنه دا ده چې فلسطین او غزه د ټولو مسلمانانو قومی او مذهبی مسئله ده خو په هغه جنګ کې هم چې اسراییلو په غزې تپلې ؤ دغه «العربیه» چینل د اسراییلو په ګټه کې او د فلسطینی مظلومو پر ضد خبرونه، خپرول، نو ایا داسې چینلو ته مونږ د مسلمانانو چینل نوم ورکولې شو؟ ایا په حقیقت کې دغه د اسراییل چینل نه ده؟ کوم کسان د دې مالی ملاتړ کوی ایا هغو د مسلمانانو په ضد فعالیت نه کوی؟ حقیقت دا ده چې ځینې عرب هیوادونه د خپل غیر جمهوری حکومتونو ساتنی لپاره تیار دی چې د لویدیځ، امریکې او اسراییلو هر ډول خدمت وکړی که څه هم هغه مسلمانانو تر مینځ د اختلاف او فتنی اچول هم وی، خو چې خپل ناروا حکومتونه بچ کړی.
1369475

captcha