IQNA

د کینیا امنیتی ځواکونو په جومات برید وکړ

8:16 - February 04, 2014
د خبر لمبر: 1370480
نړیواله ډله: د فرورۍ په دوهمه نیټه د کینیا امنیتی ځواکونو د مومباسا په یوه جومات موسی باندې په حملې کولو سره ځینې لمونځ کوونکی ونیول.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز"zonebourse" یې نقلوی چې د کینیا ځواکونو د ځینې مسلمان مذهبی زلمیانو او ځوانانو د نیولو په بهانې د مومباسا په موسې جومات ډزې وکړې او ځینې ځوانان یې ونیولل.
د ویلو ده چې د دې پیښې نه پس لمونځ کوونکو د جومات د سپکاوی په خلاف اعتراض شویو کړ نو امنیتی ځواکونو د خلکو د خپرولو لپاره اوښلن ګازونه(د اوښکو ګاز) استعمال کړ او هوایی ډزې ېې وکړې چې له امله یې څه کسان ژوبل شول.
د مومباسا  پولیس وایی چې دا اقدام یې د ځینې شرغوښتونکی مسلمان ځوانانو د نیوللو په هدف کړې ده.
    1369992

captcha