IQNA

موحدی کرمانی: د ایران ملت د امریکا له ګواښونو نه ویریږی

20:18 - February 07, 2014
د خبر لمبر: 1371907
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناست د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې (۲۲) نیټې په لاریون کښې د ایران د ملت پرتمینه ګډون د اسلامی جمهوریت د دښمانانو د ناهیلې او د لالهاندۍ عامل وباله.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی  کرمانی د حضرت امام خمینی ره  د یاد او د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د سباوون د لسیزې د درنښت په ترڅ کښې وویل هر څومره چې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې لاریون په پرتمین ډول ترسره شی د دښمانانو د ماتی او ناهیلې سبب کیږی.
ښاغلی ایت الله موحدی کرمانی د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د خلکو پرضد د امریکا جنایتونو ته په اشارې سره وویل امریکا اوس هم له اقتصادی دباونو او د ایران پرضد له سیاستونو لاس نه دی اخیستی او په دروغو تهمتونو او بې اساسه خبرو سره د ایران د پرمختګ په لاره کښې خنډونه جوړوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د ملت پر ضد د امریکا ګواښونو ته په اشارې سره  وویل د ایران ملت نه یوازې له دغو ګواښونو  ویری نه بلکې دغه ګواښونه جدی نه ګنی.
ښاغلی ایت الله موحدی کرمانی په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا او نور لویدیځ هیوادونه په دفاعی ډګر کښې د ایران له لوړ توان څخه خبر دی ټینګار وکړ دغه وس هغه وخت چې د ایران ملت په اته(۸) کلن تپلی جنګ کښې د عراق پخوانی دیکتاتور صدام حسین په ګونډو کړ د دنیا خلکو ته ثابت شو.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د صلح ایز اټومی پروګرام په باره کښې د امریکا د خارجه وزیر جان کیری او د هغې د مرستیالې میرمن وینډی شیرمان د ایران ضد څرګندونو په باره کښې هم ټینګار وکړ دغه پلمې لټول یوازې د ایران په اقتصاد د دباو په چوکاټ کښې ترسره کیږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل د ایران خلک له حکومتی چارواکو هیله لری چې د امریکا د چارواکو بې اساسه  تورونو او چټی خبرو ته د ایران په ښه نیت او خاکسارۍ سره پریکنده ځواب ورکړی.
ښاغلی ایت الله موحدی کرمانی دغه راز د فلسطین د مظلوم ملت پرضد د اسرایلو  له تیریو څخه د امریکا ملاتړونو ته په اشارې سره وویل له اسراییلو غاصب رژیم څخه د استکباری قدرتونو ملاتړونه به هیڅ کله ونه توانیږی د فلسطین په دفاع کښې د مقاومت د جبهې په ارادې کښې کوم خنډ رامینځته کړی.
1371874

captcha