IQNA

په عراق کې د قران پاک د حفظ مقابلې تر سره کیږی

8:48 - February 09, 2014
د خبر لمبر: 1372686
نړیواله ډله: د فرورۍ د میاشتې له دیارلسمی نیټې د عراق په سپیڅلی ښار کربلا کې د امام حسین علیه السلام د زیارت کمیټۍ په همکارۍ سره د قران زر حافظان نومې منصوبې په شکل کې د قومی سویې د قران د حفظ د مقابلو څلورم پړاو ترسره کیږی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له د امام حسین علیه السلام د مزار د کمیټۍ له ویب پاڼې یې نقلوی چې د قران سنټر د عمومی برخې مشر ښاغلی عمار الخزاعی وویل چې سږ کال د مزار په یوه ښارګی زایر ټاون کې تر سره کیدونکی کې دغه مقابلو کې د عراق د مختلفو ولایتونو نږدې 286 محصلان او انجلۍ ګډون کوی.
هغه زیاته کړه چې دا مقابلې د ټول قران د حفظ کولو په برخه کې او همدارنګ د شلو سپارو د حفظ کولو په برخه او د لسو سپارو د حفظ کولو په برخو کې تر سره کیږی.
د ویلو ده چې دا مقابلې به د فرورۍ د اوولسمی نیټې پورې دوام ولری.
1372130

بچوې: قران،دحفظ
captcha