د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر له ویب پانې یې نقلوی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، حسن روحانی په تهران کې د پاکستان د نوی سفیر، نور محمد جادمانی د باورلیک له ترلاسه کولو وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخی او ژورو کلتوری اړیکو سره تړلې وبللې.
ولسمشر حسن روحانی په دې کتنه پاکستان ورور، دوست او ګاونډی هېواد وباله او د دې په بیانولو سره چې په دغه هېواد کې ټیکاو او امنیت د ایران لپاره ډېر مهم دی زیاته کړه چې په پاکستان کې د لا ډېر امنیت او ټیکاو په سیوری کې، د دواړو هېوادونو ترمینځ د ملګرتیاوو د پراختیا شاهدان و اوسوو.
د پاکستان سفیر هم په دې کتنه کې د اسلامی انقلاب د بیریالیتوب او سباوون د لسیزې د ورځو له امله د مبارکۍ په ویلو سره وویل چې پاکستان له ایران سره د اقتصادی اړیکو او ملګرتیاوو د پراختیا په برخه کې پر جدی هوډ سربېره، هوډ من دی چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم هڅې وکړی.
1372431