د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له له خبری مرکز صوت العراق یې یې نقلوی چې مقتدا صدر وویل د صدر او په تیره بیا د شهید محمد باقر او دغه راز د شهید سید محمد صادق د کورنۍ د ژوند د ساتلو لپاره سیاسی فعالیتونه پریږدی او د شهید صدر دوهم (۲)یعنی سید محمد صادق صدر د کورنۍ د پاتې کس په توګه په سیاسی چارو کښې لاسوهنه نه کوی.
مقتدا صدر دغه خبره هم وکړه چې له دې وروسته دعراق دپارلمان هیڅ استازی او وزیر ادعا نشی کولای چې له مقتدا صدر سره اړه لری .
مقتدا صدر په عین حال کښې ټینګار وکړ د الاضوا ټیلی ویژن ، د الهعد او قران ناطق راډیوګانو او دغه راز د الهدف مجلې په شمول شهید صدر ته په اړونده د څو قرانی موسسو په شمول به په کلتوری او رسندوی چارو کښې هماغه راز فعالیت ته دوام ورکړی .
که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د عراق مذهبی مشر مقتدا صدر له سیاست څخه څنګ ته کیدل اعلانوی خو داسې ښکاری دا ځل له سیاست څخه د هغه څنګ ته کیدل یو څه جدی دی.ځکه چې په عراق کښې حالات حساس دی . له دې کبله ځینو سیاسی ټولنو یوشمیر ګمانونه مطرح کړی دی .
اکثره خلک باوری دی چې مقتدا صدر د عراق د ملی ګټو او هیواد ته د ارامښت له بیرته ستنیدا سره د مرستې په دلیل له سیاست څخه د څنګ ته کیدا فیصله کړی ده .
په تیره بیا دا چې عراق په تیرو میاشتو کښې له یو شمیر پیښو او په سیاسی ډګر کښې د رایو له اختلاف سره مخامخ وو. داسې موضوع چې حتی کله نه کله اندیښمنوونکی حد ته هم ورسیده .
پردې اساس مقتدا صدر په عراق کښې د خپلې کورنۍ ستر او لوړ مقام ته په پام سره غوره وګڼله له سیاسی چارو په څنګ ته کیدا سره دخپلې کورنۍ منزلت او عزت وساتی او په عین حال کښې هیڅ مسله ځان ته متوجه نکړی .
خو دا خبره چې دعراق مذهبی مشر مقتدا صدر د پارلمان د انتخاباتو دترسره کیدا په درشل کښې له سیاست څخه دڅنګ ته کیدا اقدام وکړ په پریکنده توګه ویلی شو چې په عراق کښې د دغو مهمو پیښو په باره کښې یو شمیر خبرې او حدیثونه مطرح کړی .
مقتدا صدر د عراق په مرکز او جنوب کښې ډیر محبوبیت لری . په وروستیو کلونو کښې د امریکا ضد دریځونه دمقتداصدر دغه راز دصدر ډلې په لور د عراق دټولنې دډیرو خلکو دپام سبب شوی دی .
په تیرو لسو کلونو کښې دعراق ځوانانو د مقتدا صدربهیر ته ځانګړی ګروهنه لرلی ده.
دغه ګروهنه سبب شوه چې د مقتدا صدر ډله وکولای شی دسیاسی ډلو په څنګ کښې چې ډیره مخینه یې لرلی ده ځان مطرح کړی .
حتی دعراق په درې سوه پینځویشت(۳۲۵) کسیز پارلمان کښې مقتدا صدر ته اړونده الاحرار ډله وتوانیدله څلویښت څوکې وګټی او دقانون دحکومت له ائتلاف او له نورو شیعه ډلو سره دیوځاې کیدا له لارې دنوری مالکی د بیا لومړی وزیر کیدا زمینه برابره کړی .
له دې سره سره مسلمه خبره ده چې صدر ډله او په سر کښې یې مقتدا صدر دعراق په سیاسی ډګر کښې د منلو وړ مقام لرلی دی .
مقتدا صدر د خپلې کورنۍ او دغه راز د صدر د مشهورې کورنۍ د مبارزې د مخینې د لرلو په وجه ډیر منزلت او مقام لری او دغه موضوع اساسا هغه په یوه ډیر محترم شخصیت بدل کړی دی .
1375599