
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، له ترهګرۍ سره مقابله او د سوډان، مالی، مرکزی افریقې، میانمار، قبرس او د فلپاین د جنوب د مسلمانانو حالت په تهران کښې د اسلامی هیوادونو د بین المجالس اتحادیې د ۲۶بندیز پریکړه لیک ډیر مهم مفاد دی چې پرون مازدیګر د دغې اتحادیې د پاې په غونډه کښې تصویب شول.
په دغه پریکړه لیک کښې همداشان د فلسطین د موضوع د حلولو، د اسلامی هیوادونو ترمینځ د ویزې په صادریدو کښې د اسانتیا، په مینځنی ختیځ کښې د ډل وژونکو وسلو د راغونډولو، له سختو دوړو او د آب و هوا له بدلونونو سره د مقابلې او همداشان د اسلامی ملګرتیا د سازمان په غړیو هیوادونو کښې د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ په شان مسایلو ته په پاملرنه ټینګار شوی دی.
د اسلامی همکارۍ د سازمان د غړیو هیوادونو د بین المجالس اتحادیې مشر علی لاریجانی د تهران د غونډې د پاې په دستورو کښې له ترهګرۍ، تندلاریتوب او تکفیری عقایدو څخه د دغه سازمان د غړو هیوادونو اندیښنې ته په پام سره وویل: ترهګری، له اسلامی ولسونو څخه د ناوړې استفادې په موخه په اسلامی هیوادونو کښې د تفرقه اچونې لپاره یوه جدی موضوع ده.
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر زیاته کړه: اسلامی هیوادونه له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره جدی هوډ لری خو له ترهګرۍ سره د نړیوالو قدرتونو له تاکتیکی برخورده اندیښمن دی. لاریجانی ټینګار وکړ چې د تهران په غونډه کښې د فلسطین په هکله د هیوادونو د دریځ اعلانیدو وښودله چې د فلسطین د خلکو حمایت د ټولو اسلامی هیوادونو لپاره یوه محوری موضوع ده او په اسلامی ولسونو کښې دا هوښیاری شته چې په کلک هوډ او ارادې سره د صهیونیسټی رژیم په وړاندې ودریږی.
په همدې حال کښې د اسلامی ملګرتیاو د سازمان د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادیې د دویمې ورځې په غونډه کښې ګډونوالو پلاو او سازمانونو د مسلمانانو په یووالی،د سوریې د کشالې په هواری او د فلسطین هیواد په جوړیدو ټینګار وکړ.
د اسلامی ملګرتیا د سازمان استازی او د جیبوټی، یوګانډا، اونډونیشیا، بورکینافاسو، مالی، تیونس، موریتانیا، مالدیپ، مراکش او سوډان پارلیمانی چارواکو هم پرون په دغه غونډه کښې ویناوې وکړې چې د اسلامی هیوادونو په وړاندې یې د خپلو لیدتوګو په بیانولو سره د ستونزو د هواری لپاره د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالی غوښتنه وکړه.
په همدې حال کښې په تهران کښې د بین المجالس اتحادیې د نهمې غونډې ترڅنګ د فلسطین د چارو د دایمی کمیټې دریمه غونډه هم د دغې کمیټې د نویو غړو د ټاکل کیدو او ورپورې د اړوندو مسایلو د جمع بندۍ په موخه ترسره شوه.
نن سبا د فلسطین د چارو په کمیټه کښې ۱۳هیوادونه غړی دی او دا کمیټه غواړی چې د خپلو غړو شمیر شلو هیوادونو ته ورسوی. د بین المجالس اتحادیې غونډه له وړمې یعنې سه شنبې ورځې څخه د سهار او مازدیګر په څلورو نوبتونو کښې د څه باندې ۳۰ هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو، ۱۷نایب مشرانو، ۱۵ سازمانونو او د بهرنیو پلاو د څارونکی ارګان په ګډون په تهران کښې ترسره شوه.
د دغې غونډې د پرانستې په دستوره کښې د اسلامی ملګرتیا د سازمان د پارلیمانونو د اتحادیې پړاویزه مشری د سوډان لخوا ایران ته وسپارله شوه.
د اسلامی ملګرتیا د سازمان د پارلیمانونو اتحادیه په کال ۱۹۹۹میلادی کښې د اسلامی په ډول ډول تمدنی اړخونو باندې په ټینګار سره د دغه مبین دین د لوړو اصولو او معرفۍ او رواجولو او هم د غړو هیوادونو ترمینځ د پارلیمانی اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوه.
دا اتحادیه ۵۳غړی لری او د ایران اسلامی جمهوریت یې په بنسټګرو کښې ګڼل کیږی
1377356