د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له مصری ورځ پاڼې "المصری الیوم" یې نقلوی چې تیره ورځ د میلادی میاشتې فرورۍ په شلمه نیټه د الازهر پوهنتون مرستیال عباس شومان په اټلی کې د دینونه او افراطیګری په عنوان سره ترسره کیدونکی کانفرنس ته خپل خطاب کې څرګنده کړه چې نړیوال قدرتونه نباید نړیوالو مسایلو په اړه دوه ګونه چلند او مسلمانانو په اړه متعصب کړچار، خپل کړی، ځکه چې په پایله کې یې افراطیګری او ترهګرۍ په شان نورې ستونزې رامینځته کیږی.
هغه زیاته کړه چې د ټولنو تر مینځ د اړیکو او تعلقاتو اساس نه جنګونه دی او نه دښمنی بلکه د امنیته ډک ګډ قانونونه ټینګیدا ده.
هغه څرګنده کړه چې زمونږ پاک نبی اکرم صلی الله علیه واله هم د خپلې بلنې پیل له وعظ او نصیحت او صبر سره کړې ؤ ، او هغه بزرګوار په دې لاره کې ډیرې اندیښنې او تکلیفونه زغملی وو.
1377740