IQNA

په تاجکستان کې د قرانی فعالیتونو د پراخیدو لپاره له ایران، مرسته وغوښتل شوه

8:24 - February 23, 2014
د خبر لمبر: 1378465
نړیواله ډله: د تاجکستان د پلازمینې دوشنبې د قشلاق نیکان سیمې د جمعی خطبو خطیب ښاغلی داملا شمس الدین د ایرانی کونسلر سره په کتنې کې په تاجکستان کې د قرانی فعالیتونو د پراخیدو لپاره له ایرانه مرسته وغوښتله.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له مرکزی ایشیا له څانګې یې نقلوی چې په ایران کونصلیت کې تر سره شوی دې کتنې کې ښاغلی داملا شمس الدین د قشلاق نیکان د قران فعالیتونو په اړه خپل بشپړه راپور وړاندې کړ.
د ایران کونسلر ښاغلی صنعتی په سیمې کې د قرانی تعلیماتو د چاپولو او خپرونی لپاره د ښاغلی داملا شمس الدین د کوششونو د قدرونې په کولو سره وویل چې قران پاک یو داسې کتاب دی چې هغه په نننۍ زمانې کې د انسان ټولو اساسی پوښتنو ته ځواب ورکولو توان لری او مونږ باید د قران او انسان تر مینځ د روحانی ارتباط پیدا کولو لپاره هر ممکن کار د کولو کوشش وکړو.
1378188

captcha