IQNA

شیخ الازهر: اسلام، د شهادتینو کلمې ویوونکی، کافر نۀ بلی

8:42 - February 23, 2014
د خبر لمبر: 1378490
نړیواله ډله: شیخ الازهر ښاغلی احمد الطیب د تکفیر سوچ د تیزۍ سره د پراخیدو په اړه د خبرداری په ورکولو سره وویل چې هیڅ کومې ډلې یا کس ته دا حق نیشته چې هغه بل څوک کافر ؤبلی ځکه چې په اسلام دین کې هغو کسانو ته، چې کوم کسان د شهادتینو اقرار کوی او یوې قبلې لورې ته لمونځ کوی، د کافر نسبت ورکولو هډو اجازه نیشته.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا دیو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز الیوم السابع یې نقلو ی چې د الازهر پوهنتون مشر ښاغلی احمد الطیب د میلادی کال د فرورۍ د میاشتی په یوویشتمه نیټه د المصری الیوم چینل ته په خپلې ځانګړې مرکې کې د دې څرکندونه وکړه چې تیرو څو کلونو کې په اسلامی او عربی ټولنو کې د کفر فتوو په لګولو کې ډیر زیاتې راغلې دی حال دا چې له دې وړاندې د داسې ناوړه او غیر ذمه وارانه فتوو رواج نۀ ؤ.
هغه زیاته کړه  چې که تکفیر سوچ او فکر په ټولنو کې پوخ شی نو اسلامی او عربی ټولنې به کمزورې او تباه شی او د نړیوال صهیونسټانو هدف هم همدغه دی چې د اسلامی ملتونو د کمزولو لپاره هغو په داسې فتنو کې راګیر کړی.
هغه له ټولو دینی عالمانو وغوښتل چې د دین په نوم د دین په خلاف فتوې ورکول غیر شرعی دی او د خپل توان په مطابق هر یو کس (دینی عالمان) دا دنده لری چې دهغو مخه ونیسی.
1378323

captcha