IQNA

عیسی قاسم د بحرین د جوماتونو په خلاف د آل خلیفه رژیم د تیری ګرو سیاستونو د دوام په هکله خبرداری ورکړ

14:30 - March 01, 2014
د خبر لمبر: 1381395
نړیواله ډله: د بحرین لوړ رتبه عالم او د دغه هیواد د علماو د شورا مشر شیخ عیسی قاسم په پلازمینه منامه کښې د جمعې د لمانځه په خطبو کښې وویل: د آل خلیفه رژیم مسئولانو د جوماتونو په خلاف جنګ غوره کړی دی او د بحرین په مختلفو سیمو کښې د جوماتونو په ړنګولو لګیا دی او داسې یې ویجاړوی چې نوم او درک یې هم نه پاتې کیږی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له صوت المنامه یې نقلوی جې ښاغلی شیخ عیسی قاسم زیاته کړه: په جوماتونو باندې د آل خلیفه رژیم تیری له تاریخ او دین سره جنګ دی چې پکار دی زرترزره بند کړی شی.
د بحرین دغه لوړرتبه عالم همداشان د آل خلیفه رژیم په جیل کښې د بحرینی ښاریز جعفرالدرازی د مړینې په هکله وویل: د بحرین مسئولان دغه بحرینی ښاریز ته د خوړو او درملو د نه ورکولو په وجه د هغه د قتل ذمه وار دی او پکار دی محاکمه شی.
دا په داسې حال کښې دی چې بحرینی ځواکونو پرون په هغو کسانو ډزې وکړې او اوښکې بیونکې ګیس یې پرې وپاشه چې د منامه ښار په اطرافو کښې یې د جعفرالدرازی د جنازې په مراسمو کښې ګډون کړی و.
1381000

captcha