
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د خوارزمی د ۲۷ نړیوال فسټیول د پیل په دستورو کښې، استعمار په هغو هیوادونو کښې د علم او پوهې د ودې او پرمختګ خنډ وباله، چې خپلواکې نه درلوده.
هغه وویل د ایران خلکو په اسلامی انقلاب سره د علم، ټیکنالوژۍ او څیړنې په زمینه کښې د ایران د ودې او پرمختګ پیل پیدا کړ .
ښاغلی روحانی د دغه فسټیول پیغام له نورو هیوادونو سره د ایران د علمی او فنی ملګرتیاؤ له پراختیا هرکلی وباله او ویی ویل، د خوارزمی د نړیوال فسټیول ترسره کیدل، په دې معنی دی،چې په مثبته فضا کښې د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوالې اړیکې، د علم او پوهې په لاره کښې په چټکۍ سره وده کولای شی .
د اسلامی ایران ولسمشر د بندیزونو و دباؤ په شرایطو کښې په سوله ایزه اټومی ټکنالوژۍ کښې د ایران پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویی ویل، ایران په دغو شرایطو کښې توانیدلی دی،چې راډیو درمل تولید کړی او د نانو، بایوټکنالوژۍ، د فضا د ټکنالوژۍ او نورو زمینو کښې لاس ته راوړنې ولری .
هغه وویل ځینی هیوادونو هغو نړیوالو قوانینو ته ژمن نه دی،چې له سوله ایزی اټومی ټکنالوژۍ استفاده د ټولو هیوادونو حق بولی ، د اسلام له نظره علم او ټکنالوژی پوله نلری ، دا ډیر د خواشینۍ ځای دی،چې ستر قدرتونه له علم، پوهی او ټکنالوژۍ په نورو د سلطې او خپلو انحصاری ودې ته د رسیدو لپاره اوزاری استفاده کوی .
په دغه فسټیول کښې د جرمنی، انګلستان،اسټرالیا،چین او مجارستان پوهان هم برخه او له ۲۴ ایرانیو څیړاندو قدرونه پکې وشوه .
1381205