IQNA

ځینی هیوادونه هغو نړیوالو قوانینو ته ژمن نه دی ،چې له سوله ایزی اټومی ټکنالوژۍ استفاده د ټولو هیوادونو حق بولی

20:38 - March 03, 2014
د خبر لمبر: 1382523
نړیواله ډله: د اسلامی ایران ولسمشر وویل، اسلامی انقلاب د علم، ټکنالوژۍ او څیړنې په زمینه کښې د ایران د ودې او پرمختګ پیل ؤ.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د خوارزمی د ۲۷ نړیوال فسټیول د  پیل په دستورو کښې، استعمار په هغو هیوادونو کښې د علم او پوهې د ودې او پرمختګ خنډ وباله، چې   خپلواکې نه درلوده.
هغه وویل  د ایران خلکو په اسلامی انقلاب سره د علم، ټیکنالوژۍ او  څیړنې په زمینه کښې د ایران د ودې او پرمختګ پیل پیدا کړ .
ښاغلی روحانی د دغه فسټیول پیغام  له نورو هیوادونو سره د ایران د علمی او فنی ملګرتیاؤ  له پراختیا هرکلی وباله او ویی ویل، د خوارزمی د نړیوال فسټیول  ترسره کیدل، په دې معنی دی،چې  په مثبته فضا کښې  د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوالې اړیکې، د علم او پوهې په  لاره کښې په چټکۍ سره وده کولای شی .
د اسلامی ایران ولسمشر د بندیزونو  و دباؤ په شرایطو کښې  په سوله ایزه اټومی ټکنالوژۍ کښې  د ایران  پرمختګونو ته  اشاره وکړه او ویی ویل، ایران  په دغو شرایطو کښې توانیدلی دی،چې راډیو درمل تولید کړی  او د نانو، بایوټکنالوژۍ، د فضا د ټکنالوژۍ  او نورو زمینو کښې لاس ته راوړنې ولری .
هغه  وویل ځینی هیوادونو هغو نړیوالو قوانینو ته ژمن نه دی،چې  له سوله ایزی اټومی ټکنالوژۍ استفاده د ټولو هیوادونو حق بولی ، د اسلام له نظره علم او ټکنالوژی پوله نلری ، دا ډیر د خواشینۍ ځای دی،چې ستر قدرتونه  له علم، پوهی او ټکنالوژۍ  په نورو د سلطې  او خپلو انحصاری ودې ته د رسیدو لپاره  اوزاری استفاده کوی .
په دغه فسټیول کښې د جرمنی، انګلستان،اسټرالیا،چین او  مجارستان پوهان هم  برخه او له ۲۴ ایرانیو څیړاندو  قدرونه پکې وشوه .
1381205

captcha