د قر ان نړیوال خبری اژاانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم او اصوات العراق یې نقلوی چې د یوې باخبره عراقی سرچینې اعلان کړی چې د او بابل، ولایت په حلاه سیمه کې په ننۍ موټر بم چاودنه کې ۵ کسان وژل شوی او ۱۲ ټپیان دی.
خبر زیاتوی چې بله موټر بم چاودنه له دې سیمې په لږ واټن کې په کرکوک رامنځ ته شوه چې ۴ کسان پکښې وژل شوی او ۱۶ ټپیان دی.
د عراق پولیسو اعلان کړی چې درېیمه چاودنه د بغداد په کابو۵۰ کیلومټر کې، په سکندریه سیمه کې رامنځ ته شوې چې له امله یې ۴ کسان وژل شوی او ۱۰ ټپیان دی.
د عراق پولیسو همدارنګه ویلی چې په عراق کې په پرونیو پېښو کې ۲۶ کسان وژل شوی ا و ۸۷ ټپیان دی.
1383675