IQNA

په شام کې د بی بی زینب(ع) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت جشن تر سره شو

20:39 - March 08, 2014
د خبر لمبر: 1384474
نړیواله ډله: پرون په شام کې د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د شعه او سنی لوړو شخصیتونو په شمول د ښاریانو یو غټ ټول دا جشن تر سره کړ.

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له المنار ټی وی چینل یې نقلوی چې په جشن کې ګډون کوونکیو په خپلو لاسونو سره بیرغونو اوچت کړی وو چې ورباندې "لبیک  یا  زینب(ع)" نعرې لیکلی شوی وې.
د شام ستر مفتی ښاغلی احمد بدر الدین حسون هم په دې مراسمو کې په ځانګړې توګه ګډون وکړ او هغه په خپلې وینا کې په شام باندې له دښمنانو لخوا تپلې شوې دری کلن جنګ کې د دریدا له امله د شام پوځ، ولسمشر او د ولس خلکو په ستایلو سره د تکفیری ترهګرو ډلو پر ضد د پوځ پرله پسې بریاو له امله ولس خلکو ته مبارکی وویله.
هغه زیاته کړه چې نن 1400 کلونو پس هم د بی بی زینب یاد هماغه راز په بشپړه توګه او تازه ژوندې دی او همدغه کار د شام دښمنانو ته دا پیغام ورکوی چې دا هیواد به د دشمن په مقابل کې، تل سرلوړې او کامیاب وی.
1383834

بچوې: شام،زینت
captcha