IQNA

عراق; "ټولنې سره د قران پاک تعلق" عنوان سره سیمینار تر سره کیږی

13:29 - March 09, 2014
د خبر لمبر: 1384848
نړیواله ډله: سږ کال په روانې میاشتې کې د عراق په ناصریه ښار کې د "ټولنې سره د قران پاک تعلق" عنوان سره سیمینار تر سره کیږی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس  د ناصریه ښار د دار القران موسسې مشر ښاغلی رعد عدنان شذر الناصری ایکنا سره په یوې خصوصی مرکې کې وویل چې دا سیمینار به د دې دارالقران تر څارنې لاندې د ذی قار پوهنتون په المعرفه هال کې تر سره کیږی.

هغه زیاته کړه چې د دې پوهنتون د علوم قران څانګه هم د دې سمینار په ترسره کولو کې مونږ سره همکاری کوی په دې سیمینار کې د قرائت او تجوید او تفسیر په شان مختلفو برخو کې د قران سره د خلکو چلند جاجول کیږی.
همدا راز هغه د بغداد تر څنګ د الصدر ښارګی په سمې کې د المصطفی  په جومات کې هم د قرانی محفل د تر سره کیدو خبر ورکړ.
   1384233

captcha