IQNA

د عراق د پوهنتونونو قرانی سیالۍ په کوفی جومات کې تر سره شوې

8:32 - March 10, 2014
د خبر لمبر: 1385080
نړیواله ډله: د عراق د پوهنتونونو د قران د قرائت او تجوید د مقابلو د لومړی دورې وروستې مرحله پرون د عراق په کوفی جومات کې تر سره شوه.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز  «kuiraq.com»، یې نقلوی چې د قرانی سیالیو دغه مرحله د کوفی جومات د مشریزې ادارې او د کوفی پوهنتون په همکارۍ سره په کوفی ستر جومات کې تر سره شوه.
دغه سیالۍ د ځایی وخت په مطابق سهار نهه بجې شورو شوی او په دې کې د عراق د پوهنتونونو غوره قاریان هم موجود دی.
دا مقابلې د د عراق په پوهنتونونو کې د قرانی او اسلامی کلتوری او داسې د کلتوری او اسلامی منصوبو د تکمیل کولو په موخه تر سره شوې د کوفی جومات د فکری چارو مشر ښاغلی سید محمد موسوی او همداراز دکوفی د اطلاع رسولو څانګې مشرانو هم په دې سیالیو کې ګډؤن وکړ.
1385005

captcha