نړیواله ډله: په شام کې روان کړکیچ په حقیقت کې د هغه نړیوالې دسیسې برخه ده چې هغه په وسیله د دې هیواد د نابودولو سره سره دا هیواد امریکې سره اړونده یو ولایت کې بدل کړی، او همدې کار لپاره کوششونه دوام لری. او په اسراییلو کې د شام د مخالفو وسله والو ډلو د ژوبلو او زخمی کسانو د درمل کیدو نه پس نړیوالو ته دا حقیقت څرګند شوې چې دا دسیسه د چا ده.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، "په نړیوال طاقت په برابرولو کې د اسلامی نړۍ رول" تر عنوان سره روان کانفرنس چې د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال ښاغلی شیخ نعیم قاسم په خپلې وینا کې څرګنده کړه چې د دې کانفرنس موضوع ډیر زړه پورې دی چې هغه د ډیرو ګواښونو ته اشاره کوی.
هغه زیاته کړه چې د اسلامی ویښتیا په اړه د خبرو کولو پیل باید له امام خمینی له اقوالو څخه وشی ځکه چې ما دا ډیر ښه یاد دی چې کله امام خمینی رحمه الله علیه په نجف اشرف کې فرمایلی وو چې زه په ایران کې او نورو اسلامی هیوادونو کې د اسلامی غورځنګونو د راتلونکی په اړه ډیر هیله من یم.
1385986